تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د تحریک تحفظ آئین پاکستان بلوچستان غونډه د اکتوبر پر ۱۳مه رابلل شوې

کوټه (وېب نیوز) د تحریک تحفظ آئین پاکستان بلوچستان غونډه به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۱۳مه، غرمه ۱۲ بجې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مرکزي سېکرټریټ کې ترسره شي. په غونډه کې به د اکتوبر پر ۱۴مه په بلوچستان کې د احتجاجي مظاهرو د چمتووالي، تګلارې او راتلونکو ګامونو په اړه بحث وشي. په اتحاد کې شاملو ګوندونو ته ویل شوي چې په ټاکلي وخت غونډې ته حاضر شي.