کوټه (ویب نیوز) د عامو خلکو اتحاد مشر جسټس (ر) وجیه الدین ویلي، د خیبر پښتونخوا مسئله دې د اساسي قانون له غوښتنو سره سم په وفاقي او صوبايي اسمبليو کې تر بحث لاندې ونیول شي. هغه پوښتنه کړې چې ایا اساسي قانون او قانون له یوه بندي سره د سلا مشورې مخه نیسي؟ نوموړي ویلي، په خیبر پښتونخوا کې دې یو بېطرفه او د انتظامي چارو ماهر کس د ګورنر په توګه وټاکل شي. د هغه په وینا، عام تاثر دا دی چې مسلم لیګ (ن) صوبايي حکومت ترلاسه کړی او بیا یې خپل وفاقي ائتلافي ملګري ته سپارلی دی.
