کوټه (وېب نيوز) د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف لارښوونه کړې چې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو لپاره د پورونو ټوله اندازه دې تر ۲۰۲۸ کال پورې له ۱٫۱ ټریلیون روپیو څخه ۲٫۲ ټریلیون روپیو ته لوړه شي. په اسلامآباد کې د سمیډا په اړه د غونډې پر مهال وزیراعظم ته د روانو اصلاحاتو او د کاروبارونو د ودې لپاره د اقداماتو په اړه معلومات ورکړل شول. غونډه کې وویل شول چې سمیډا په یوه مرکزي پلېټفارم بدلېږي، څو کاروباریانو ته د روزنې او مالي مرستو په ترلاسه کولو کې اسانتیا برابره کړي. همداراز، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د مرستې کرښه جوړېږي چې خلکو ته به په سیمهییزو ژبو معلومات او لارښوونې وړاندې کوي. د یوه نړیوال برېښنايي سوداګرۍ شرکت او سمیډا ترمنځ د هوکړې له مخې به په دوو کلونو کې ۱۰ زره کوچني او منځني کاروباریان وروزل شي. وزیراعظم ټینګار کړی چې د کاروباري پروژو د عملي کېدو ارزونې دې د متخصصینو له خوا چمتو او په سیمهییزو ژبو هم خپرې شي، ځکه کوچني او منځني کاروبارونه د اقتصاد د پیاوړتیا او په محرومو سیمو کې د کارموندنې د زیاتولو مهم ظرفیت لري.
