تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

پر ریاض هوايي ډګر برید د غندنې وړ دی، مسلمان هېوادونه دې یووالی وکړي، حافظ صدیق مدني

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر او د ځوانانو د پارلمان پخواني غړي حافظ محمد صدیق مدني پر ریاض هوايي ډګر برید غندلی او د انساني مرګ‌ژوبلې له امله یې خواشیني څرګنده کړې ده. هغه ویلي، پر بې‌ګناه خلکو برید د انسانیت، سولې او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. نوموړي پر مسلمان هېوادونو غږ کړی چې د سیمې د زیاتېدونکي کړکېچ پر مهال یووالی، همغږي او ګډه تګلاره غوره کړي. هغه د سعودي عربستان له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د مړو لپاره یې د مغفرت او په نړۍ کې د سولې دعا کړې ده.