تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

په خیبر پښتونخوا کې ایمرجنسي پر دیموکراتیکو ادارو برید دی، جمعیت علمای اسلام نظریاتي

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي جنرل سېکرټري مولانا محمود الحسن قاسمي په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي او ګورنر راج غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات دیموکراتیکو ادارو او د خلکو رایو ته زیان رسوي. د هغه په وینا، په هېواد کې د اساسي قانون، پارلمان او دیموکراتیکو ادارو اغېزمن فعالیت کمزوری شوی دی. نوموړي پر سیاسي او مذهبي ګوندونو، عدلیې او رسنیو غږ کړی چې د کړکېچ د ختمولو او د آئین او دیموکراسۍ د بحالۍ لپاره ګډه تګلاره جوړه کړي.