تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج دیموکراتیکو ارزښتونو خلاف دی، ډاکټر عبدالمالک بلوچ

کوټه (وېب نیوز) د نېشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني وزیراعلیٰ ډاکټر عبدالمالک بلوچ په صوبايي اسمبلۍ کې د خیبر پښتونخوا د ایمرجنسي او ګورنر راج د پرېکړې غندنه کړې ده. هغه ویلي، دا ډول اقدامات دیموکراتیکې ادارې کمزورې کوي او صوبه له فېډرېشن څخه لرې کولای شي. نوموړي اندېښنه څرګنده کړې چې دا لړۍ ښايي یوازې تر خیبر پښتونخوا محدوده پاتې نه شي او د هېواد نورو برخو ته هم وغځېږي. هغه د اساسي قانون، دیموکراتیکو ادارو او د خلکو د واکونو پر درناوي ټینګار کړی دی.