کوټه (وېب نیوز) د ازاد کشمیر د پونچ په سیمه کې د کنټرول کرښې ته نږدې د مهندله مدارپور کلي په شاوخوا کې له هند څخه پاکستان ته را بهېدلی ماین چاودلی، چې له امله یې څلور ځوانان شهیدان شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، ځوانان د کلي ترڅنګ د چینې د اوبو د نللیکې د ترمیم لپاره ورغلي وو، چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه او څلور واړه په ځای کې شهیدان شول. د شهیدانو پېژندګلوي د فیضان صغیر، اشتیاق، عاصم رفیق او وقاص شریف په نومونو شوې ده. د پېښې له امله سیمه په ویر او غم کې ډوبه شوې ده. په سرحدي سیمو کې د ماینونو را بهېدل د ملکي وګړو او څارویو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.
