تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

ډېره اسماعیل خان: په کور کې چاودنه، دوه ښځې وژل شوې او د یوې ماشومې په ګډون پنځه ښځې ټپیانې شوې

کوئټه (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ د کوټ سلطان په کلي کې په یوه کور کې د چاودنې له امله دوه ښځې وژل شوې او د یوې ماشومې په ګډون پنځه ښځې ټپیانې شوې دي. د ډي پي او ضیاءالدین احمد په وینا، د وژل شویو مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. نوموړي ویلي، د چاودنې لامل لاسي بم و که د کواډکاپټر ډرون، د پېښې ټول اړخونه تر څېړنې لاندې دي.