تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د اکتوبر ۱۱مه به د تورې ورځې په توګه یادېږي؛ متحد اپوزېسیون د ګورنر راج او بېړني حالت غندنه وکړه

کوټه (وېب نیوز) د ملي اسمبلۍ د متحد اپوزېسیون پارلماني ډلې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت د نافذېدو، د ټاکل شوي اعلی وزیر او نورو سیاسي مشرانو او فعالانو د نیولو سخته غندنه کړې او له حکومت څخه یې غوښتي چې خپله پرېکړه سمدستي بېرته واخلي. د محمود خان اچکزي په مشرۍ په دې غونډه کې راجا ناصر عباس، بېرېسټر ګوهر علي خان، مولانا فضل الرحمن، سلمان اکرم راجا او نورو مشرانو ګډون کړی و. په خپره شوې اعلامیه کې د وفاقي حکومت اقدامات د صوبې د خلکو د ولسي واک او دیموکراتیکو ارزښتونو خلاف بلل شوي او ویل شوي چې د اکتوبر ۱۱مه به د تورې ورځې په توګه یادېږي. متحد اپوزېسیون د نیول شویو مشرانو او سیاسي فعالانو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب، د ټاکل شویو استازو د اساسي قانون له مخې د واکونو د درناوي او د ګورنر راج د پرېکړې د سمدستي بېرته اخیستو غوښتنه کړې ده. په غونډه کې مولانا فضل الرحمن له حکومت سره د ترسره شویو خبرو اترو په اړه معلومات وړاندې کړل. ګډونوالو د روان سیاسي او اساسي قانوني کړکېچ د حل لپاره پر خبرو اترو، ګډو مشورو او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د یوې هر اړخیزې ملي تګلارې پر جوړولو ټینګار وکړ.