کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د نیشنل ګوند له مشر او د صوبایي اسمبلۍ له غړي ډاکټر عبدالمالک بلوچ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د نیشنل ګوند مشران مهراب بلوچ او جلال بلوچ هم حاضر وو. د خبرو پر مهال د صوبې پر عمومي وضعیت، د خلکو د ستونزو پر حل، د ګډو ګټو پر موضوعاتو او د بلوچستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره پر ګډو هڅو بحث وشو.
