کوټه (وېب نیوز) د پاکستان پوځ د فتح ۲ ایکسټېنډډ رېنج (ای آر) بالېسټیک توغندي بریالۍ ازموینه کړې ده. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) له مخې، دغه توغندی په پرمختللي نیویګېشن سیسټم او عصري ایویانکس سمبال دی او د لوړ دقت له مخې د هدف ویشتلو وړتیا لري. د توغندي د الوتنې د لارې او لوري د بدلون وړتیا یې د دښمن د توغندیو د دفاعي سیسټمونو پر وړاندې اغېزمنتیا زیاتوي. د ازموینې ننداره د آرمي راکټ فورس کمانډ قوماندان، د پوځ لوړپوړو افسرانو او اړوندو ساینسپوهانو او انجینرانو کړې ده. ولسمشر، وزیراعظم، د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر، او د درې واړو وسلهوالو ځواکونو مشرانو د بریالۍ ازموینې له امله ساینسپوهانو او انجینرانو ته مبارکي ویلې ده.
