کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د ټرانسپورټرانو د اقدام کمېټې مشر حبیب الله خان بادیزي، عمومي منشي میر اکبر لهړي او نورو مشرانو د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لویه لاره د وسلهوالو پېښو او د مسافر وړونکو موټرو د یرغمل کېدو پر راپورونو اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی ویلي، د ګڼو مسافر وړونکو موټرو، چلوونکو او مسافرو د یرغمل کېدو راپورونه د امن او نظم په اړه د حکومتي دعوو په اړه پوښتنې راپورته کوي. مشرانو له حکومت او امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې پر لویه لاره امنیت ټینګ کړي، د پېښو شفافې پلټنې وکړي او د مسافرو، چلوونکو او ټرانسپورټرانو د سر او مال ساتنه یقیني کړي.
