تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د یمن پوځ ادعا: د حوثي ملیشیا ۹۵۰ جنګیالي وژل شوي، ۳۸۰ پوځي موټرې ویجاړې شوې

کوټه (وېب نیوز) د یمن وسله‌والو ځواکونو ادعا کړې چې د «فجرِ یمن» عملیاتو پر مهال یې د حوثي ملیشیا پر ضد ۱٬۸۷۹ پوځي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۹۵۰ جنګیالي وژل شوي او ۳۸۰ پوځي موټرې او نور پوځي تجهیزات ویجاړ یا له کاره غورځول شوي دي. د العربیه د راپور له مخې، د یمني پوځ ویاند ډګروال ماجد النزیلي ویلي چې په دغو عملیاتو کې جنګي الوتکې، بې‌پیلوټه الوتکې، توپخانه، راکټي توغوونکي او سنایپر ډلې کارول شوې دي. د هغه په وینا، د حوثیانو مورچې، د قوماندې او کنټرول مرکزونه، د وسلو زېرمتونونه، د راکټونو توغولو ځایونه او د اکمالاتو لارې په نښه شوې دي. نوموړي ادعا کړې چې په تعز کې د حوثیانو د مرستندویه ځواکونو پر کاروانونو هم بریدونه شوي او د هغوی پوځي فعالیتونه او اکمالاتي نظام یې اغېزمن کړی دی. د یمني پوځ ویاند زیاته کړې چې پوځي انجینري ډلې بېرته نیول شوې سیمې له ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکوي، څو د پوځیانو او ملکي وګړو خوندي ستنېدل ممکن شي. د وژل شویو کسانو او ویجاړو شویو وسایطو شمېرې د یمني پوځ ادعاوې دي او د خپلواکو سرچینو له خوا یې تایید نه دی وړاندې شوی.