کوټه (وېب نیوز) د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، افغانستان د شنو خونو ګازونو په خپرولو کې لږ رول لري، خو د اقلیمي بدلونونو سخت زیانونه زغمي؛ له همدې امله باید نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري. نوموړي په کابل کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل، تېر کال زلزلو، موسمي سېلابونو، وچکالیو او اقلیمي بدلونونو د افغانستان بنسټیزو تاسیساتو او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. هغه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو وغوښتل چې افغانستان ته د هواپېژندنې عصري وسایل، د پېښو د مخنیوي او مخکېني خبرداري سیسټمونه، د ژغورنې تجهیزات او د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو لپاره عملي مرستې برابرې کړي.
