کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبایي مشر سناتور مولانا عبدالواسع او صوبایي عمومي منشي آغا محمود شاه ویلي، په بلوچستان کې د ناامنۍ، ګرانیو، بېروزګارۍ او بېوزلۍ په حالاتو کې نمایشي پروژې او تبلیغاتي کمپاینونه د خلکو ستونزې نه حل کوي. د هغوی په وینا، د کوټې په ګډون د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د امن او نظم وضعیت د اندېښنې وړ دی او پر ملي لویو لارو سفر هم ستونزمن شوی دی. مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې د جرمونو پر ضد اغېزمن اقدامات وکړي، لویې لارې خوندي کړي، د کار زمینه برابره او بنسټیزې اسانتیاوې یقیني کړي.
