کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه په تېرو پنځو ورځو کې د ۲۷ کسانو مړي موندل شوي چې د راپورونو له مخې، په مرمیو ویشتل شوي وو. د معلوماتو له مخې، له بارخان څخه ۱۲، پنجګور څخه ۵، ډېره بګټي څخه ۶ او د قلات او سوراب له سیمو څخه ۴ مړي ترلاسه شوي دي. په بېلابېلو سیمو کې د پرلهپسې مړو موندل کېدو په صوبه کې اندېښنې زیاتې کړې دي. خو د وژل شویو کسانو د هویت، د پېښو د لاملونو او د مسؤلینو په اړه لا نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
