کوټه (وېب نیوز) د پارلماني چارو وفاقي وزیر طارق فضل چوهدري ویلي چې په خېبر پښتونخوا کې د سولې ټینګښت او د صوبې پرمختګ د حکومت ماموریت دی او د بېړني حالت نافذول سیاسي نه، بلکې اداري موضوع ده. نوموړي په اسلامآباد کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د خېبر پښتونخوا له والي سره یوولس کسیزه شورا کار کوي، چې غړو یې په خپلو اړوندو برخو کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي. هغه زیاته کړه چې د تخنیکي متخصصینو ګومارنې ته باید په منفي نظر ونه کتل شي، ځکه د ده په وینا، دا ګومارنې د حکومت د نیت او روڼتیا څرګندونه کوي. طارق فضل چوهدري ادعا وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د خېبر پښتونخوا حکومت همکارۍ ته چمتو نه و او د صوبې ۱۲ ولسوالۍ له ترهګرۍ اغېزمنې شوې وې. نوموړي وویل چې تر هغه به بېړنی حالت دوام ولري، څو په صوبه کې سوله ټینګه شوې نه وي.
