تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

په درېیمه شل اوریزه لوبه کې سریلانکا بریالی شو، پاکستان لړۍ ۱-۲ وګټله

کوټه (وېب نيوز) سریلانکا د درېیو شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه، خو پاکستان لړۍ ۱-۲ وګټله. په راولپنډۍ کرکټ لوبغالي کې پاکستان لومړی بیټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان ۱۶۸ منډې جوړې کړې. د پاکستان کپتان صاحبزاده فرحان په ۴۷ توپونو ۷۶ منډې وکړې او عرفات منہاس په ۲۰ توپونو ۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. سریلانکا د کوشل مېنډس د ناسوځېدلو ۸۷ او د کمیندو مېنډس د ۴۰ منډو په مټ هدف په ۱۷.۱ اورونو کې د دوو ویکټو په زیان پوره کړ. پاکستان په لومړیو دوو لوبو کې بریاوې خپلې کړې وې او د لړۍ اتلولي یې ګټلې وه، خو وروستۍ لوبه سریلانکا وګټله.