تازه خبرونه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶

په ډي آی خان کې د والیبال لوبې وروسته د دوو ډلو ترمنځ ډزې؛ ۵ کسان وژل شوي، ۴ ټپیان دي

کوټه (وېب نیوز) د ډېره اسماعیل خان د ملانه په سیمه کې د والیبال لوبې وروسته د دوو ډلو ترمنځ د ډزو په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د ډي آی خان د پولیسو مشر ضیاءالدین احمد ویلي چې ټپیان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. د دې پېښې له امله په سیمه کې اندېښنې رامنځته شوې دي.