کوټه (وېب نیوز) د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر ویلي، چې د حکومت د لېرې کولو نوټیفیکېشن نه مني او په هېواد کې باید په هېڅ ځای کې ترهګري ونه شي. نوموړي د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې ده او محمود خان اڅکزي د اورګاډي د پېښې غندنه کړې وه او د ده په وینا، د منع شوې ډلې بي اېل اې تر شا د هند لاس دی. بیرسټر ګوهر وویل، چې د خبرو اترو پر مهال شیرۍ رحمان د لانګ مارچ د ختمولو غوښتنه کړې وه، خو دوی ورته ویلي وو چې خبرې باید د سیاست په اړه وای، د ترهګرۍ موضوع له کومه شوه؟ نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې اعلان وکړ، چې په خیبر پښتونخوا کې به د ایمرجنسي او ګورنر راج پر ضد احتجاج کوي. هغه محسن نقوي ته په خطاب کې وویل، چې د ناستو دننه خبرې باید دننه پاتې شي؛ که داسې ونه شي، نو دوی هم حق لري چې خلکو ته ووایي، د ناستې دننه څه تېر شوي وو.
