تازه خبرونه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د اسما جتک او لایبه نچاري پېښو ته د بلوچستان اسمبلۍ پام؛ له آی جي څخه راپور غوښتل شوی

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کپتان (ر) عبدالخالق اڅکزي په خضدار کې د اسما جتک او په قلات کې د لایبه نچاري د پېښو نوټس اخیستی او د بلوچستان له آی جي پولیسو یې راپور غوښتلی دی. په غونډه کې صوبايي وزیر علي مدد جتک پوښتنه وکړه، چې د اسما جتک په پېښه کې نومول شوي تورن کسان چېرته دي، حال دا چې اېف آی آر هم ثبت شوې ده. نوموړي په قلات کې د لایبه نچاري د ادعا شوي تښتونې یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د مظلومانو په ملاتړ غږ پورته کول او د مسؤلینو پر ضد اقدام اړین دی. سپیکر اړوندو ډي آی جي افسرانو ته لارښوونه وکړه، چې د اېف آی آرونو په ګډون په شخصي توګه ایوان ته حاضر شي او د پېښو او د پولیسو د اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي.