ګوادر (وېب نیوز) د جیوني په سمندر کې پر هغې چټکې کښتۍ وسلهوالو ډزې کړې، چې ایراني تېل یې لېږدول؛ په پېښه کې دوه کارګران ټپیان شوي دي. ټپیان د ګوادر د جي ډي اې روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده. د ټپیانو پېژندنه د خضدار ولسوالۍ د نال سیمې د اوسېدونکو، قمبر د محمد قاسم زوی او عرفان د قمیسه مېنګل زوی، په نومونو شوې ده. د کښتۍ عملې ادعا کړې، چې ځینو وسلهوالو له څه مودې راهیسې ترې د باج غوښتنه کوله او د پیسو د نه ورکولو په صورت کې یې د زیان رسولو ګواښونه کول. د عملې په وینا، ډزې له همدې موضوع سره تړاو لري، خو دغه ادعا په خپلواک ډول نه ده تایید شوې. د بلوچستان اسمبلۍ غړي مولانا هدایت الرحمان بلوچ د پېښې غندنه کړې او له امنیتي ادارو یې د بشپړې څېړنې او د مسؤلینو پر ضد د اقدام غوښتنه کړې ده.
