کوټه (وېب نيوز) د روسیې د کورنیو چارو وزیر د پوځ مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) ته ولاړ، چې هلته یې له فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره لیدنه وکړه. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اېس پي آر) د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د ګډو ګټو پر موضوعاتو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د پاکستان او روسیې ترمنځ د امنیتي همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې. فیلډ مارشل سید عاصم منیر له روسیې سره د پخوانیو اړیکو د لا پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو لپاره د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ. د روسیې د کورنیو چارو وزیر د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره د پاکستان هڅې وستایلې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې د پاکستان د پوځ مسلکي وړتیاوې او قربانۍ ومنلې.
