تازه خبرونه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د محمود خان اڅکزي د قامي اسمبلۍ وینا؛ پر ایمرجنسي نیوکه او د خبرو اترو غوښتنه

اسلام‌اباد (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال د حکومت د جوړښت، ټاکنیزې پروسې، په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي او له عمران خان سره د ملاقات پر بندیز نیوکه کړې ده. هغه ادعا کړې، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د اتمې ټاکنو پایلې د خلکو د اصلي رایې استازیتوب نه کوي او سیاسي اختلافات باید د زور پر ځای د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړي له عمران خان سره د ملاقات د اجازې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د سیاسي مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو هڅه کولای شي. اڅکزي په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي پر اساسي او قانوني جواز پوښتنې راپورته کړې او د عملیاتو د درولو او د اړخونو د خبرو مېز ته د کېنولو غوښتنه یې وکړه. هغه د صوبايي خودمختارۍ، د پارلمان د واک او د خلکو د سیاسي او اقتصادي حقونو پر ساتنه هم ټینګار وکړ. د خبر له مخې، د نوموړي وینا یو ځل بیا په مبینه توګه سانسور شوې ده.