کوټه (وېب نيوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) سناتور مولانا عطاءالرحمان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذولو د پرېکړهلیک پر منظورۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له پیپلز پارټۍ څخه یې تمه نه درلوده چې د داسې اقداماتو ملاتړ به وکړي. نوموړي په سنا مجلس کې د وینا پر مهال وویل، د مسلم لیګ (ن) له چلنده له مخکې خبر دي، خو پیپلز پارټۍ اوس هغه ګوند نه دی چې ذوالفقار علي بوټو جوړ کړی و، بلکې د آصف علي زرداري ګوند ګرځېدلی دی. مولانا عطاءالرحمان د پرېکړهلیک پر منظورۍ اعتراض وکړ او ویې ویل چې لږ تر لږه پارلمان باید د داسې اقداماتو ملاتړ ونه کړي. د یادونې وړ ده چې ملي اسمبلۍ او سنا مجلس په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذولو پرېکړهلیکونه منظور کړي، چې اپوزېسیون پرې احتجاج کړی او د پي ټيآی غړو له سنا مجلسه واکاوټ کړی دی.
