تازه خبرونه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶

سنا هم د خیبر پښتونخوا د بېړني حالت د پلي کېدو پرېکړه په اکثریت تصویب کړه

کوټه (وېب نيوز) د پاکستان له ملي اسمبلۍ وروسته سنا هم په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د پلي کېدو په اړه حکومتي پرېکړه په اکثریت رایو تصویب کړه. د جنګ ورځپاڼې د اکتوبر د ۱۴مې د راپور له مخې، د پارلماني چارو وفاقي وزیر طارق فضل چودري پرېکړه په ایوان کې وړاندې کړه، خو اپوزېسیون یې مخالفت وکړ او د پاکستان تحریک انصاف غړو له احتجاج وروسته له غونډې واک‌اوټ وکړ. غونډه د سنا د مشر یوسف رضا ګیلاني په ریاست کې ترسره شوه. د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ وویل چې د بېړني حالت په اړه پرېکړه یو اساسي قانوني شرط دی او بحث به پرې دوام وکړي. اپوزېسیون بیا د بېړني حالت له پلي کېدو سره مخالفت څرګند کړ. د سنا غونډه د جمعې ورځې تر سهار لس نیمو بجو وځنډول شوه.