کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند او نیشنل ډیموکراټیک موومنټ په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي، ګورنر راج او د ۱۲ ضلعو لپاره د جلا اداري نظام د جوړولو اقدامات غندلي او د اساسي قانون، وفاقي جمهوریت او صوبايي خودمختارۍ خلاف یې بللي دي. د دواړو ګوندونو په ګډ بیان کې ویل شوي، چې د صوبايي حکومت د کارکردګۍ په اړه تحفظات باید د جمهوري او اساسي لارو حل شي، نه دا چې د منتخب حکومت واکونه محدود شي. دوی د پخوانیو قبایلي سیمو د خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو له مخې ترلاسه شوي حقوق او قانوني تحفظات د ساتلو غوښتنه کړې ده. بیان کې ویل شوي، چې د ترهګرۍ او ناامنۍ حل یوازې غیرمعمولي اداري اقدامات نه دي؛ بلکې د امنیتي تګلارو بیاکتنه، د امن او ثبات لومړیتوب او د خلکو د ګټو ساتنه اړینه ده. دواړو ګوندونو د ایمرجنسي او ګورنر راج د پرېکړو د بیاکتنې، د ۱۲ ضلعو د اداري نظام د وضاحت او د اساسي حقونو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
