کوټه (وېب نیوز) د امنیتي سرچینو په وینا، د بلوچستان د واشک ولسوالۍ په پلانتک سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال ۵ مشکوک ترهګر وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. سرچینو ویلي، چې دغه عملیات د «ردالفتنه ۳» عملیاتو په چوکاټ کې د «فتنه الهندوستان» پر ضد ترسره شوي دي. د امنیتي سرچینو په وینا، د عملیاتو پر مهال له وژل شویو کسانو څخه پرمختللي وسلې او مهمات ترلاسه شوي، چې پکې یوه آر پي جي ۷، پنځه مرمۍ، له مېګزینونو سره پنځه پرمختللې وسلې، درې موبایلونه او دوه موټرسایکلونه شامل دي. سرچینې ادعا کوي، چې وژل شوي کسان په سیمه کې په لوټمارۍ، د وېرې خپرولو او د بنسټیزو تاسیساتو په زیانمنولو کې لاس درلود. امنیتي ځواکونو ویلي، چې په بلوچستان کې د امن د ټینګښت او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره به عملیات دوام ولري.
