ګنداخه (وېب نیوز) د ګنداخې تحصیل بزګرانو او ځمکوالو غوښتنه کړې، چې په سیمه کې د کرنې دفتر ژر تر ژره بېرته فعال شي، څو د بزګر کارت، کرنیزې لارښوونې او نورې دولتي اسانتیاوې په سیمه کې ترلاسه کړي. د دوی په وینا، د دفتر د نه فعالېدو له امله اړ دي چې د دغو چارو لپاره شاوخوا ۴۰ کیلومتره مزل وکړي او اوسته محمد ته ولاړ شي، چې اضافي لګښتونه او د وخت ضایع کېدل ورسره مل دي. بزګران وايي، چې په تحصیل کې د نورو دولتي ادارو دفترونه فعال شوي، خو د کرنې دفتر لا هم تړلی دی. دوی له صوبايي مشاور سردارزاده فیصل خان جمالي، د اوسته محمد له مرستیال کمېشنر محمد رمضان پلال او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې، چې د کرنې دفتر ژر فعال کړي.
