کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د پلان جوړونې فدرالي وزیر احسن اقبال ویلي چې پاکستان په هاکي کې د خپل بایللي مقام د بېرته ترلاسه کولو پوره وړتیا لري، خو لوبغاړو ته باید له اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون ترڅنګ د عصري روزنې اسانتیاوې هم برابرې شي. نوموړي په اسلاماباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د پاکستان د هاکي د زرین پېر د بیا راژوندي کولو لپاره تکړه ځوان لوبغاړي مخته راوستل کېږي او د لوبو د ودې او د لوبغاړو د هڅونې لپاره د خصوصي سکټور ملاتړ هم مهم دی. احسن اقبال د پاکستان هاکي لوبډلې ته وړاندیز وکړ چې د نارووال نیشنل سپورټس سټي د خپل دایمي روزنیز مرکز په توګه وکاروي. د نوموړي په وینا، په دغه مرکز کې د ۱۴ ډوله لوبو اسانتیاوې په یوه ځای کې برابرې دي. هغه زیاته کړه چې په عصري لوبو کې د بریا لپاره د مهارت ترڅنګ د ساینس، ټکنالوژۍ او شمېرو کارول هم اړین دي، څو پاکستاني لوبغاړي یو ځل بیا په نړیوالو سیالیو کې د هېواد بیرغ لوړ کړي.
