تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

حوثي ملیشې د سعودي عرب هوايي ډګرونه، د تېلو تاسیسات او بندرونه په نښه کول غوښتل: د عربي ګډو ځواکونو ویاند

ریاض (وېب نیوز) په یمن کې د عربي ګډو ځواکونو ویاند تورن جنرال ترکي المالکي ویلي چې حوثي ملیشې هڅه کړې د سعودي عرب هوايي ډګرونه، د تېلو تاسیسات او بندرونه په نښه کړي، چې له امله یې سیمه‌ییز او نړیوال امن او ثبات له ګواښ سره مخ کېږي. نوموړي په ریاض کې یوېي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې پر ملکي تاسیساتو او سپېڅلو ځایونو د بریدونو هڅې د حوثي ملیشو د موخو څرګندونه کوي او دا ډول بریدونه د عامو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. د ترکي المالکي په وینا، په یمن کې د عربي ائتلاف د پوځي عملیاتو موخه د حوثي ملیشو د بریدونو مخنیوی دی. هغه ادعا وکړه چې د ریاض پر هوايي ډګر د حوثي ملیشو په برید کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۰ نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې عربي ائتلاف په یمن کې د عملیاتو پر مهال د حوثي ملیشو د وسلو ۱۲۷ زېرمتونونه او د توغندیو توغولو مرکزونه ویجاړ کړي دي. د هغه په وینا، حوثي ملیشو د یمن په پلازمېنه صنعا، صعده او عمران ولایتونو کې په غرنیو سیمو کې د وسلو زېرمتونونه جوړ کړي او د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر یې تر ۲۰ زیات بریدونه کړي دي. د عربي ګډو ځواکونو ویاند ادعا وکړه چې حوثي ملیشې د بالستیک او کروز توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو او ځانمرګو کښتیو په ګډون بېلابېلې وسلې لري او د یمن ملکي وګړي او سرچینې د جګړې لپاره کاروي. نوموړي وویل چې عربي ګډ ځواکونه د صنعا په غرنیو سیمو کې د بالستیک توغندیو د وسلو د یوه زېرمتون په ویجاړولو هم بریالي شوي دي. هغه له حوثي ملیشو وغوښتل چې خپلې بریدیزې کړنې سمدستي ودروي.