کوټه (وېب نیوز) د تحریک تحفظ آئین پاکستان په غوښتنه د بلوچستان په ۱۲ ضلعو کې احتجاجي مظاهرې او غونډې وشوې، چې پکې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت د نافذېدو مخالفت وشو. په کوټه، پښین، قلعه سیفالله، چمن، لورالایي، ژوب، شیراني، قلعه عبدالله، زیارت، هرنایي، سبۍ او دوکي کې ویناوالو د پرېکړې د بېرته اخیستو، د اساسي قانون د برلاسۍ، د ولسي مینډېټ د درناوي او د سیاسي ستونزو د حل لپاره دو اترو غوښتنه وکړه. هغوی وویل، د سیاسي او اقتصادي بحران د حل لپاره د ډیموکراتیکو ادارو پیاوړتیا او د خلکو د حقونو ساتنه اړینه ده.
