اسلام آباد (وېب نیوز) د قامي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت ویلي چې په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت په اړه د ولس چوپتیا د هغو کسانو له دعوو سره په ټکر کې ده چې ویل یې لکونه خلک به سړکونو ته راوباسي. شیر افضل مروت د پارلمان ودانۍ بهر له جیو نیوز سره دو پر مهال د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) پر داخلي وضعیت نیوکه وکړه او تور یې پورې کړ چې په ګوند کې د قبضه مافیا واکمني ده او د وړتیا پر ځای ځانګړو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د نوموړي په وینا، د بېړني حالت له اعلان څخه دوه تر درې ورځې تېرې شوې، خو د خېبر پښتونخوا د خلکو له خوا پراخ غبرګون نه دی لیدل شوی. هغه ادعا وکړه چې د دې یوه لامل دا دی چې ګوند هېڅکله د خپل حکومت د کړنو سمه حسابورکونه نه ده کړې. شیر افضل مروت زیاته کړه چې د ګوند په دننه کې کرکې، دروغو، سپکاوي او خپلمنځي دسیسو ته وده ورکول کېږي. نوموړي وړاندوینه وکړه چې دوه میاشتې وروسته به په خېبر پښتونخوا کې د پي ټي آی د بنسټګر او علي امین ګنډاپور نفوذ بېرته څرګند شي. د سړکونو ته د راوتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل چې هغه به هغه وخت راوځي چې د ده د ایستلو غوښتونکي پخپله په درناوي د بېرته راتګ غوښتنه ترې وکړي.
