تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

د مدینې منورې پر فضا کروز توغندی شنډه او ویجاړه شوه: سعودي ائتلافي ځواکونه

ریاض (وېب نیوز) د سعودي ائتلافي ځواکونو ویاند ادعا کړې چې د سعودي عرب پر لور توغول شوې کروز توغندی د هوايي دفاعي سیستم له خوا د مدینې منورې په سیمه کې شنډه او ویجاړه شوې ده. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ویاند ویلي چې دفاعي سیستم د توغندي له توغول کېدو سمدستي وروسته یې نښې وموندلې، د حرکت څارنه یې وکړه او سیمې ته تر رسېدو مخکې یې وویشتله. د ویاند په وینا، د ائتلافي ځواکونو قومانده د دښمن د هوايي ګواښونو د مخنیوي لپاره بشپړه چمتو ده او د ملکي تاسیساتو او اسلامي مقدساتو د ساتنې او د احتمالي ګواښونو د شنډولو لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.