تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

د کلیوالو ښځو د پرمختګ لپاره د زده‌کړې، روغتیا او روزګار فرصتونه اړین دي: جمال شاه کاکړ

کوټه (وېب نیوز) د مسلم لیګ نون بلوچستان عمومي سیکرټري او د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، کلیوالې ښځې په کرنه، مالدارۍ او کورنیو صنعتونو کې د هېواد د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره مهم رول لري. نوموړي وویل، د بلوچستان کلیوالو ښځو ته د زده‌کړې، روغتیا، پاکو اوبو، روزګار او اقتصادي خپلواکۍ مساوي فرصتونه برابرول اړین دي. د هغه په وینا، د عصري کرنیزو طریقو روزنه، فني مهارتونه او د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ د ښځو اقتصادي وضعیت ښه کولای شي.