تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

په برېتانیا کې هر څلور دقیقې وروسته یو موټر غلا کېږي؛ په لسو کلونو کې جرمونه نږدې ۵۰ سلنه زیات شوي

کوټه (وېب نیوز) په برېتانیا کې د موټرو د غلاوو زیاتوالي د خلکو او پولیسو لپاره ستونزې جوړې کړې دي، چې د راپور له مخې هر څلور دقیقې وروسته یو موټر غلا کېږي. د بهرنیو رسنیو په وینا، د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې په تېرو لسو کلونو کې جرمونه نږدې ۵۰ سلنه زیات شوي، خو تېر کال د موټرو د غلاوو یوازې په ۳ سلنه پېښو کې پر تورنو کسانو د جرم رسمي تور لګول شوی یا محکمې ته د حاضرېدو خبرتیا ورکړل شوې ده. راپور وايي، پولیس د موټرو اړوند جرمونو په پلټنه کې تجربه لري، خو د کارکوونکو د ډېر کاري فشار او د سرچینو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي. د راپور له مخې، اوس جرمي شبکې موټرونه د ځانګړو فرمایشونو له مخې غلا کوي، بهرنیو هېوادونو ته یې لېږي یا یې په ناقانونه ورکشاپونو کې پرزې پرزې کوي او پلوري، چې له امله یې د غلا شویو موټرو موندل ستونزمن کېږي. د موټرو د غلاوو د زیاتوالي له امله په برېتانیا کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د موټرو د بیمې لګښتونه هم ۸۲ سلنه لوړ شوي دي.