کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې مشرانو ویلي، د اساسي قانون سرغړونې، د پارلمان کمزوري کولو او د ولسي واکمنۍ له پامه غورځولو هېواد له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ کړی دی. مولانا عبدالرحمن رفیق او نورو مشرانو په بیان کې غوښتنه کړې چې دولتي ادارې دې د اساسي قانون په ټاکلو حدودو کې خپلې دندې ترسره کړي، د پارلمان برلاسي دې ومنل شي او د سیاسي انجینرۍ پر ځای دې خپلواک ډیموکراتیک بهیر یقیني شي. هغوی ویلي، د ګرانۍ، بېروزګارۍ، ناامنۍ او د بنسټیزو اسانتیاوو د کمښت د حل لپاره عملي ګامونه اړین دي.
