کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کېپټن (ر) عبدالخالق اچکزي ډاډ ورکړی چې د اسما جتک او لائبې ستار د تښتونې د پېښو په اړه به د راتلونکې سېشنبې په غونډه کې د بلوچستان د پولیسو عمومي مشر ور وغوښتل شي او راپور به ترې واخیستل شي. د سپیکر په وینا، له پولیسو به د دواړو قضیو د پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه شي، څو اسمبلۍ له روان وضعیت څخه خبره شي.
