کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي اشوک کمار ویلي، د ایم پي اې په مېلمستون کې د منتخب استازو پر ځای نااړوند کسان اوسېږي او په انګړ کې یې نان کسټم پېډ موټرونه هم درول کېږي. هغه د بلوچستان اسمبلۍ له سپیکر څخه غوښتنه کړې چې د مېلمستون ناڅاپي لیدنه وکړي، وضعیت له نږدې وګوري او د ناقانونه استوګنې او موټرو پر ضد اقدام وکړي.
