کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ د غړي مولانا هدایت الرحمن له خوا وړاندې شوی د بلدیاتي نظام قرارداد منظور کړی دی. په قرارداد کې د بلدیاتي ادارو د مالي او اداري خپلواکۍ، د بودیجې د عادلانه وېش او د منتخب استازو د روزنې غوښتنه شوې ده. همداراز د بلدیاتي ټاکنو پر خپل وخت او شفاف ترسره کېدو ټینګار شوی دی. مولانا هدایت الرحمن ویلي، د ولسي ستونزو د ژر حل او د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره په سیمهییزه کچه بااختیاره بلدیاتي نظام ضروري دی.
