کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان میډیا فورم مرکزي مشرانو او د بېلابېلو ضلعو استازو ویلي، فورم به د رسنیو له کارکوونکو سره د تړلو حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. په بیان کې ویل شوي، فورم د ګډو ګټو لپاره جوړ شوی او موخه یې د کوم ځانګړي کس لپاره شخصي امتیازات یا ګټې ترلاسه کول نه دي. مشرانو د بلوچستان له ټولو رسنیزو کارکوونکو غوښتي چې د خپلو ګډو حقونو د ساتنې لپاره د فورم پر پلیټفارم سره متحد شي.
