کوټه (وېب نیوز) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري د خېبر پښتونخوا د والي فیصل کریم کنډي د بدلون په اړه خپرې شوې اوازې بېبنسټه بللې او ویلي یې دي چې نوموړی تجربهکار سیاستوال او پخوانی پارلمان غړی دی. نوموړي په پارلمان کې له لوړپوړو خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، لومړي وزیر شهباز شریف اپوزېسیون خبرو ته بللی او حکومت د مانادارو مذاکراتو لپاره چمتو دی. د هغه په وینا، په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ د پلي کېدو لپاره ټول اساسي قانوني شرایط بشپړ شوي دي، او د وفاقي حکومت لومړیتوب له دغه ایالت څخه د ترهګرۍ له منځه وړل، د تلپاتې سولې ټینګښت او پرمختګ دی. هغه ادعا وکړه چې د ترهګرۍ ځپلې ۱۲ ولسوالۍ به له ترهګرو پاکې شي او وروسته به د ایالت چارې بېرته صوبايي حکومت ته وسپارل شي. طارق فضل چوهدري زیاته کړه چې په ایالت کې به سیاسي لاسوهنه نه کېږي. بل لور ته، د خېبر پښتونخوا د بېړني حالت او والي د واکمنۍ پر ضد ثبت شوې قضیې د پېښور هایکورټ د اکتوبر پر ۲۰مه د اورېدنې لپاره ټاکلې دي. په دغو غوښتنلیکونو کې د تحریک انصاف د مشر بیرسټر ګوهر خان غوښتنلیک هم شامل دی.
