تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ لپاره د انګلستان کرکټ لوبډله اسلام‌اباد ته ورسېده

کوټه (وېب نیوز) د درې اړخیزې یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ د ګډون لپاره د انګلستان لوبډله هم اسلام‌اباد ته ورسېده، چې په هوايي ډګر کې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو د مېلمنې لوبډلې هرکلی وکړ. د پاکستان کرکټ بورډ پر رسمي اېکس پاڼه د انګلستان د لوبغاړو د هرکلي ویډیو هم خپره شوې ده. دغه درې اړخیزه سیالي به د اکتوبر له ۱۸مې تر ۳۱مې پورې په راولپنډۍ او لاهور کې ترسره شي، چې د پاکستان، سریلانکا او انګلستان لوبډلې به پکې برخه واخلي. د سیالیو لومړۍ لوبه به د پاکستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شي، په داسې حال کې چې د انګلستان لوبډله به د شنبې په ورځ د راولپنډۍ کرکټ لوبغالي کې تمرین وکړي. د انګلستان لوبډلې په راتګ سره د سیالیو لپاره د درې واړو لوبډلو راتګ بشپړ شو او د کرکټ مینه‌وال په راولپنډۍ او لاهور کې د په زړه پورې سیالیو په تمه دي.