تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف: پر ریاض، ینبع او سره سمندر د توغول شویو توغندیو او ډرونونو مخه نیول شوې

کوټه (وېب نیوز) د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ادعا کړې چې په تېرو څو ساعتونو کې یې د سعودي عربستان د بېلابېلو سیمو او سره سمندر پر فضا شپږ هوايي بریدیز اهداف شنډ او له منځه وړي دي. د راپور له مخې، په ینبع ښار د توغول شوي یوه بالستیک توغندي، پر سره سمندر د دوو کروز توغندیو او د سعودي په جنوبي سیمه او ریاض کې د دریو ډرونونو د شنډولو ادعا شوې ده. د ائتلاف ویاند ویلي، دغه هوايي دفاعي اقدامات د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي. تر اوسه د دغو پېښو د احتمالي زیانونو او مرګ‌ژوبلې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.