کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، د پاکستان د سولې هوډ دې کمزوري ونه ګڼل شي، ځکه د هر ډول تېري به بشپړ ځواب ورکړل شي. نوموړي په اسلاماباد کې د اوونیزې رسنیزې غونډې پر مهال د هند ګواښونکې او پاروونکې څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې د هند غیرمسوولانه څرګندونې د برلاسۍ ذهنيت څرګندوي، په داسې حال کې چې د دغه هېواد تېری کوونکی چلند په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات لپاره ګواښ دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، پاکستان د تېر کال په مې میاشت کې د خپلې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع وړتیا او هوډ څرګند کړی و او اوس هم د هر ډول بېعاقلانه تېري مقابلې ته بشپړ چمتو دی. نوموړي له هند څخه وغوښتل چې له تېرو تجربو زده کړه وکړي، ګواښونکې څرګندونې پرېږدي او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره مسوولانه چلند غوره کړي. ویاند پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه هم وغندل او د دغه هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې یې د پاکستان د ملاتړ او پیوستون ډاډ ورکړ.
