تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د کوټې ـ چمن مسافر وړونکی اورګاډی دې ژر بحال شي، افغان قومي موومنټ

کوټه (وېب نیوز) افغان قومي موومنټ د کوټې ـ چمن مسافر وړونکي اورګاډي د اوږدې بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته یې د دې خدمت د سمدستي بحالولو غوښتنه کړې ده. په بیان کې ویل شوي، پر نږدې ۱۴۵ کیلومتره اوږده لاره به هره ورځ زرګونو مسافرو سفر کاوه، خو د اورګاډي بندېدو د چمن، قلعې عبدالله او د لارې د نورو سیمو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي. ګوند ویلي، اورګاډی د سفر نسبتاً ارزانه او اسانه وسیله وه او باید هره ورځ بېرته وچلول شي.