کوټه (وېب نیوز) د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او امنیتي ځواکونو په ګډ استخباراتي عملیاتو کې د کوهاټ د پولیس لاینز د ځانمرګي برید تورن اصلي پلان جوړوونکی او مهم ترهګر قوماندان زاهد ګل وژل شوی، په داسې حال کې چې د اورکزیو او خیبر په سرحدي سیمه کې د پولیسو او فرنټیر کانسټبلرۍ (اېف سي) د عملیاتو پر مهال نور ۱۰ ترهګر هم وژل شوي دي. د سي ټي ډي په وینا، زاهد ګل د ګل بهادر ډلې غړی و او د کوهاټ پر پخوانیو پولیس لاینز د ځانمرګي برید پر مهال یې له چاودېدونکو توکو ډک موټر پخپله لارښوونه کړی و. چارواکي وایي، نوموړی په ګڼو جدي ترهګریزو پېښو، د بلي ټنګ بانک په غلا او کوهاټ ته د ځانمرګو بریدګرو په لېږدولو کې هم ښکېل و. د سي ټي ډي په وینا، دوه میاشتې مخکې یې د کوهاټ پر نویو پولیس لاینز د برید لپاره هم ځانمرګی بریدګر راوستی و، خو دغه هڅه شنډه شوې وه. په دویم عملیات کې د وژل شویو ۱۰ ترهګرو له ډلې د دوو کسانو مړي پولیسو ترلاسه او روغتون ته لېږدولي، خو د پاتې اتو مړي یې ملګرو له ځان سره وړي دي. د سرچینو په وینا، په سرحدي سیمه کې د ترهګرو پر ضد عملیات لا هم روان دي.
