تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په دالبندین کې د غلا هڅه ناکامه، دوه مشکوک کسان وژل شوي او پولیس ژوبل

دالبندین (وېب نیوز) د دالبندین په بازار کې د مبینې غلا د هڅې پر مهال د ډزو په تبادله کې دوه مشکوک کسان وژل شوي او د ټرافیکو پولیسو یو سرتېری ژوبل شوی دی. د پولیسو په وینا، دوو وسله‌والو کسانو په بازار کې د غلا هڅه کوله چې کانسټېبل جان محمد یې د نیولو هڅه وکړه، خو هغوی پرې ډزې وکړې. پولیس او ایف سي د تښتېدونکو کسانو تعقیب وکړ او د ډنو پاټک ترڅنګ په نښته کې دواړه ووژل شول. ژوبل پولیس سرتېری روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې باثباته ښودل شوی دی. د پېښې پلټنې روانې دي.