تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په شیراني کې پرلت ۲۳۷مې ورځې ته وغځېد، په روغتون کې د ډاکټرانو د حاضرۍ غوښتنه

شیراني (وېب نیوز) د شیراني د ضلعي مرکز ستنو راغه د قانوني حیثیت د بېرته اعادې، د دولتي ادارو د فعالولو او د ولسي ستونزو د حل لپاره پر سوله‌ییز پرلت ۲۳۷مه ورځ هم دوام وکړ. د آل شیراني حریفال اتحاد مشر سردار غلام سرور شیراني غوښتنه وکړه چې په دولتي ادارو کې بااختیاره چارواکي او اړین کارکوونکي وګومارل شي، د سړکونو د جوړولو او ترمیم چارې بشپړې او د ځمکو د ثبت بهیر پای ته ورسېږي. نوموړي د ډي اېچ کيو روغتون د لیدنې پر مهال د مسؤلو ډاکټرانو او کارکوونکو پر نه‌حاضرۍ اندېښنه څرګنده کړه او له چارواکو یې وغوښتل چې د روغتیايي کارکوونکو حاضري او د ناروغانو درملنه یقیني کړي.