تازه خبرونه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په پشین کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې خطرناکه ټیټېدنه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د پشین په ګډون د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې پر کمېدو اندېښنه څرګنده شوه. د اپوزېسیون غړي سید ظفر آغا ویلي، د اوبو کمښت د انارو، مڼو او انګورو باغونه زیانمن کړي او کروندګر له درنو اقتصادي زیانونو سره مخ دي. هغه د موجوده بندونو د ترمیم او پاکولو او د نویو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه. صوبایي وزیر میر صادق عمراني وویل، د بندونو جوړولو لپاره د وفاقي حکومت مالي مرستې ته اړتیا ده. صوبایي وزیر ظہور بلېدي خبرداری ورکړ چې د لمریزې برېښنا په وسیله د ټیوب وېلونو له لارې د اوبو بې‌حسابه ایستل د ځمکې لاندې زېرمو ته زیان رسوي.